د وحدت اسلامي حزب مشر محمد کریم خلیلي پاکستان ته په دوه ورځني سفر کې تېر ماښام له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو بحثونه کړي دي.
خبرپاڼه لیکي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپلو خبرو پر مهال وویل، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ، سوداګریز، اقتصادي، د ملت او ملت ترمنځ اړیکو ته ژمن دی.
لومړي وزیر عمران یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید له نظامي لارې کار وا نه خیستل شي او په خبرو هرڅه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
عمران دغه راز په دې کتنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، بین الافغاني مذاکرات باید په صبر سره وڅارل شي ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز د افغانستان په جکړه کې له دواړو خواوو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او پر اوربند یې ټينګار وکړ.
د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر لاړ او تراوسه یې هلته د پاکستان د پوځ له مشر باجوه، بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پارلمان له رییس اسد قیصر سره کتلي دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان حکومت لوړ پوړې چارواکي او جهادي مشران پاکستان ته په رسمي بلنه تللي وو.