د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا سې شنبه د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره لومړي ټېسټ لوبه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغو لوبو لپارهیې ښه چمتووالی نیولی دی.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب دوه ټېسټ لوبې وشي. د ویلو ده چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پوره چمتووالی لري.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ به لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.