Home » اقتصادی » کرنې وزارت: اروزګان کې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت: اروزګان کې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ارزګان په ولایت کې یو زر او ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ دغه نوي بڼونه چې د مېوې مترکم او غېر متراکم بڼونه په کې شامل دي، د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځمکوالو و بڼوالوته جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې ریاست ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر بڼوالو د مېوو اووه زره مثمر نیالګي هم وېشلي دي او ترڅنګ یې د ارزګان په مرکز او چورې ولسوالۍ کې د مرسي کورپ موسسې په همکارۍ د پستې د ۵۰ جریبه بڼونو او د بادامو د ۱۳۰ جریبه بڼونو د جوړولو په پار پر خلکو د پستې او بادامو نیالګي هم وېشلي دي.

رویداد خبري آژانس

سرچینه زیاتوي؛ په عصري لارو چارو نوي بڼونه جوړول او د دودیزو بڼونو اصلاح، د بڼوالۍ سیسټم معیاري کوي او د مېوو د پروسس لړۍ پراخوي، چې په راتلونکې کې د بڼوالو داقتصادي ودې لامل کیږي.

بايد وويل شي چې ارزګان د افغانستان یو له جګړو ځپلو ولایتونو دی چې اوس هم په کې درنې جګړې او نښتې کېږي.

دې جګړو خلکو ته د نورو ترڅنګ درانه مالي او زراعتي زیانونه هم اړولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...