د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د جوارو کښت او حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې سږ کال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په یو زره او۵۰ هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه شاوخوا دوه زره او ۲۰۵ ټنه جوار تولید شوي دي.

د ښاغلي خوشحال په وینا پورتنۍ شمېرې د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو د حاصلاتو زیاتوالی ښیي، چې د زیاتوالي لاملونه یې د کښت د سیمو ډېرښت، د موسمي ناروغیو او افاتونو کمښت، په بازارونو کې د جوارو بېو لوړېدل، په ترویجي ډول د جوارو کرکېله او لهکروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ یادوي.
د یادونې وړ ده چې لغمان ولایت د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.