Home » افغانستان » کرزی:د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو
رویداد خبري آژانس

کرزی:د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې افغانان د سولې د بهیر ننګه کوي خو « د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو.«

ولسمشر کرزي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل: «د سولې بهیر چې امریکا رامنځ ته کړی، موږ وینو چې د پاکستان سره په عالي هماهنګۍ سره روان دی.

موږ د سولې په بهیر کې د پاکستان رول درک کوو.

خو موږ ته سوله بل څه ده او د امریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده.»نوموړي وویل چې دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې چې افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.

ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.

کرزي زیاته کړې چې،د پردې تر شا باید هېڅ معامله او برنامه نه وي.

موږ شفافیت غواړو موږ نغواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تضاد ځای وي.

حامد کرزی وایي چې افغانستان باید د رقابتونو ځای نه وي، موږ رنځ ګاللی دی.

موږ غواړو چې افغانستان د همکارۍ ځای وي.

کرزی وایي افغانان د بهرنیو هدفونو لپاره وژل کیږي.»او که امریکا او پاکستان په رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې به سوله راشي او په خبره یې افغانان به یې هم هرکلی وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...