کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده تایید کړه.
د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه کې چې والیانو هم پکې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون درلود، د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې مسوده تایید کړه.

دغه راز په ټولو ولایتونو کې د یو ډول او برابرې برېښنا تعرفې طرحه او د اندازې وړ او روښانه معیارونو ته په پام د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او بیو په اړه د مشخصو ارقامو د وړاندې کولو په موخه د یاد شرکت ګومارنه، تصویب شوه.
د کابینې په دغه ناسته کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د (USAID) له لورې د ۳،۴ میلیون امریکایي ډالرو مرستې د منظورۍ په خاطر د اقتصاد وزارت غوښتنه، هم تصویب شوه.