د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ پرون دوشنبې جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده.
څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه.
د ولسې جرګې غړو همدا راز په نوې بودیجه کې د ښوونکو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې سپارښتنه کړې چې مالیې وزارت باید د بودیجې نورې مرحلې مخ ته یوسي.
د کابینې په دې غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت، سولې، بین الافغاني مذاکراتو او نورو مواردو هم بحثونه شوي دي.