په ننګرهار کې د ملي امنیت ۰۲ قطعه وایي تېره ورځ وسله والو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دوه وروڼه په وژلي دي.
ملي امنیتت په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي:” وسله والو طالبانو د خپلو وحشتونو په دوام سره د خوږیاڼو ولسوالۍ، ابراهیم خیلو سیمې په سرک ماینونه ځای پر ځای کړي، چې تېره ورځ زموږ پر دوه ملکي کسانو هر یو زلمی او فرید چې دواړه وروڼه ول چاودنه ترسره شوي او دواړه په شهادت رسیدلي دي.”
اعلامیه زیاتوي، چې ذکر شویو دواړو وروڼو په هېڅ دولتي ارګان پورې تړاو نه درلوده او خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو په نیت د کور څخه راوتلي وو.