Home » افغانستان » چارواکي:د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې تښتول شوي مسافر ازاد شول
رویداد خبري آژانس

چارواکي:د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې تښتول شوي مسافر ازاد شول

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاد کسان تېره شپه د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا ټول برمته شوي کسان خوشي شوي او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د میدان وردګ پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي و چې وسله والو طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې د مسافرینو ډک لس موټره درولي او د بهسود ولسوالۍ ۲۸ ملکیان چې کابل تلل نیولي دي.

خو د یاد ولایت ویاند محیب الله شریفزي نن سې شنبه اکتوبر لومړۍ( لېندۍ۱۱) یوې رسنۍ ته پخپلو خبرو کې وویل:”یو شمېر ملکیان مخکې ازاد شوي او یوولیس تنه یې تیره شپه ۹ بجې ازاد شول نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.”

نوموړي وویل چې یاد ملکیان د جلریز او بهسود ولسوالۍ د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب او هڅو خلاص شول.

که څه هم وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګ پولیس د یادې پېښې تر شاه د طالبانو د اړوند کسانو لاس بولي.

پر همدې مهال د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي حاجي احمد جعفري هم د یادو ملکي وګړو ازادېدل تائید کړي دي:”د بهسود ولسوالۍ ۳۹ ملکي مسافرین چې تیره اونۍ برمته شوي و، ازاد شول، خو د طالبانو اړوند کوم شپږ تنه بندیان چې د علي پور قوماندان سره بندیان و، هغوی ته ورکړل شول او ۳۹ ملکیان هم د سیمې د خلکو په مرسته ازاد شول.”

جلریز د میدان وردګ یوه له نا امنیه ولسوالیو څخه ده چې د کابل ــ بامیان دوهم نمبر لار هم ورڅخه تیره شوې ده.د چارواکو په وینا طالبان د یادې ولسوالۍ په زیاتو برخو کې مرکزونه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...