د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید لپاره د پکتیا په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرو مېرمنو د شنوخونو جوړولو لپاره د اړوندو توکو د وېش لړۍ د پکتیا له مرکز ګردیز څخه پیل شو.
دغه وزارت وایي، د یادو شنوخونو د جوړولو توکي، ددغو کورنیو نارینه و ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، چې دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د پکتیا د مرکز په ګډون ددې ولایت د زرمت، احمدآباد، سیدکرم، میرزکه، لجه منګل او ځاځی اریوب ولسوالیو کې ۱۵۰ مېرمنو ته جوړیږي.
دغه راز یاد وزارت زیاتوي، د شنو خونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.