Home » افغانستان » په وروستیو دوه ورځو کې ۲۷۵ طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي
رویداد خبري آژانس

په وروستیو دوه ورځو کې ۲۷۵ طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي ۱۵۰ طالب وسله وال په سرپل ولایت کې د سولې په پروسې سره یوځای شوي دي.

دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ۱۵۰ تنه طالبان پرون دوشنبې د د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې له ۱۵ سرګروپانو او ۱۵۰ میله سپکو او درنو وسلو سره د سولې له پروسې سره یوځای شول.

رویداد خبري آژانس

یاد وزارت لیکلي:”دغو کسانو له هغه څه څخه چې د طالبانو په لیکو کې د عامو خلکو او د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر وړاندې ترسره کړي دي، پښیمانه دي او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به له تاوتریخوالي لاس اخلي، او خپل سوله ایز ژوند ته به دوام ورکړي او د هېواد په آبادۍ کې به برخه واخلي.”

ملي دفاع وزارت په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۱۲۵ وسله‌وال طالبان په بلخ ولایت کې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۱۲۵ تنه طالب وسله‌وال تېره ورځ د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

خبرپاڼه لیکي، دغه طالبان له جګړې، د خلکو او افغان حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي کولو ستړي و او خپلې وسلې او مهمات یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړل.

د خبرپاڼې په خبره، تسلیم شویو طالبانو زیاته کړه، د افغانستان امنیتي ځواکونو پر حقه دي او دوی نه غواړي نور د افغان ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي او خپل ارام ژوند ته به دوام ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...