د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۰۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۵۸ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۹۲۸ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا یو تن مړ شوی او ۱۹۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۸۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۳۰۸ ته لوړ شوی دی.