Home » سیمه او نړی » په ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

په ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر په خپل هېواد کې له پوځي کودتا سره مخالفت وکړ او په میانمار کې یې ملکي حکومت ته د بېرته واک سپارلو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

کیاو مو تُن د جمعې (د کب ۸مه) په ورځ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ښکاره بیانونه خپاره کړي، په کې په برما کې پوځي کودتا وغندي او دا حکومت په رسمیت ونه پېژني.

کیاو مو تُن په برما کې د پوځ له لوري له سوله ییزو مظاهره چیانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د اقداماتو غوښتنه وکړه.

په برما کې پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه واک په خپل لاس کې واخېست،

د هېواد مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند نور مشران یې زنداني کړل.

پوځیان ادعا کوي چې د نوومبر په انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...