Home » افغانستان » په بین الافغاني مذاکراتو کې یو شمیر هیوادونو د منځګړیتوب هڅې پيل کړې
رویداد خبري آژانس

په بین الافغاني مذاکراتو کې یو شمیر هیوادونو د منځګړیتوب هڅې پيل کړې

د افغان پلاوي ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ اختلافات لا هم پر خپل ځای دي او تازه یو شمېر هېوادونو هڅې پيل کړې دي چې ددغه اختلافونو د ختمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

سرچینې د یادو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي خو تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او د ناټو استازي له طالب پلاوي سره کتلي او له دوی سره یې پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي.

له دې سره جوخت قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو د افغان سولې د ملاتړ په نامه ډله هم جوړه کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...