په امریکا کې طوفان او د ژمي سړه هوا سره واوره لږ تره لږه ۲۰ تنه مړه کړي دي.
د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې دغه واوره او طوفانونه د میلیونونو خلکو برښنا قطع کړي دي.
د امریکا په ځینو سیمو کې د هوا درجه د سانتي ګراد منفي ۳۹ درجو ته رسیدلې ده.
د امریکا روغتیايي چارواکي وايي دغه طوفانونه د کرونا ویروس ضد د واکسینونو بهیر ځنډولي هم دي.
په تکزاس ایالت کې میلیونه کورونه او تجارتي ځایونو باندې برښنا قطع شوې ده.
په ورته وخت کې یاد ایالت د بیړنیو حالاتو د فدرالي ادارې نه ۶۰ جنراتورونو غوښتې دي.
د امریکا متحده ایالاتونو په ځینو سیمو کې طوفانونه او سړه هوا د دې لامل شوی چې ښوونځي وتړل شي.