د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۵۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۷۱ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۸۷۰ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا دوه تنه مړه شوي او څلور نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۱۱۸ ته لوړ شوی دی.