پاکستاني ښځینه خبریالانې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له خوا ځورول کیږي او د خپلې دندې په خاطر ډارول کيږي، پاکستان پارلمان ته شاوخوا شل تنه ښځینه خبریالانې د ځورونې شکایتونه وړاندې کړي.
ښځینه خبریالانې په یوه غونډه کې د پارلمان غړو ته وویل، دوي په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره ځورول کیږي او آن دوی مجبوروي چې دندې پریږدي.
په پاکستان کې یو شمیر ښځینه ژورنالیستانې ادعا کړې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ګوند له لوري د ټویټر اکونټونو له لارې دوي ګواښي.
ژورنالیستانې وايي یو شمېر خلک دوي ته د فاحشو خطاب کوي او دوي پر جنسي تیري او مرګ ګواښي.
په پاکستان کې ښځینه ژورنالیستانې د پارلمان له غړو غواړي چې ددې کار مخنیوی دې وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزیرې شیرین مزاري ویلې پر ښځینه ژورنالیستانو باندې دغه ډول بریدونه د منلو نه دي، مزاي وویل د دا ډول پیښو پلټنې او مخنیوی کوي.