Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د کووید-۱۹ واکسین تطبیق راتلونکې اوونۍ پيلیږي
رویداد خبري آژانس

پاکستان کې د کووید-۱۹ واکسین تطبیق راتلونکې اوونۍ پيلیږي

د پاکستان حکومت په پام کې لري چې طبي کارکوونکو ته د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل کړي.

د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر، اسد عمر چې د کووید-۱۹ د خپریدو د مخنیوي له هڅو څخه نظارت کوي د چهارشنبې په ورځ جنوری ۲۷‌( سلواغه ۸) په خپل ټویټر کې ددغې برنامې د پیل په اړه خبر ورکړی.

ښاغلي عمر لیکلي: د واکسیناسیون سیستم چمتو شوی. په ټول هیواد کې به د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ په سلګونو مرکزونو کې پیل شي. انشاالله روغتیایي کارکوونکو ته به د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل شي.

چین وعده کړې چې د دغه هیواد سینوفارم په نوم شرکت کې د کرونا تولید شوي واکسین نږدې ۵۰۰ زره ډوزه به پاکستان ته په وړیا توګه ورکوي.

پاکستاني چارواکو هم منلې چې ددغه واکسین لومړۍ برخه به د شنبې په ورځ‌ پاکستان ته ورسیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...