Home » اقتصادی » پاکستان له افغان حکومت مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې

پاکستان له افغان حکومت مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې

پاکستان له افغانستان مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت لار غوښتې خو افغان حکومت یې په مقابل کې د ګواډر د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر له پرون راهیسې په اسلام اباد کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دی.

نثار احمد غوریاني ویلي پاکستان ترې غوښتي چې افغانستان دې ددوی سوداګریزو کاروانونو ته مرکزي اسیا ته د تېرېدو اجازه ورکړي.

افغان لوري بیا غوښتي چې پاکستان دې افغانستان ته له جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ لار ورکړي او په تېره له پاکستان سره دې ګواډر بندر د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي.

پاکستاني لوري دا هم ویلي چې ژر تر ژره به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې دغه درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک پور اخلي او د درېیواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره رېللاره جوړېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د اقتصادي بې ثباتۍ په تړاو د نړیوال بانک اندېښنه

نړیوال بانک په یو راپور ...