رحمان الله ګربز پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا ښه وځلېده چې د دکن ګلیډیټرز پر وړاندې یې ډیلي بولز لوبډلې ته په سوپر لیګ کې بریا ورپه برخه کړه.
د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبه کې د دکن ګليډیټرز او ډیلي بولز لوبډلې مخ شوې. په پیل کې ډیلي بولز پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.
دکن ګلیډیټرز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې کیرون پولارډ ۴۷، اعظم خان ۲۲، محمد شهزاد ۱۳ او شرف الدین اشرف ۱۱ منډې وکړې.
د ډیلي بولز له لوري عماد بټ او علي خان ۲-۲، فیډل ایډورډز، شیراز احمد او ډواین براوو ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د ۱۱۹ منډو هدف د ډیلي بولز لوبډلې په ۸.۱ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې د سوپر لیګ پړاو کې يې د ۸ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د دوی له لوري رحمان الله ګربز ۴۷، ایون لیویس ۳۵ او شیرفان رودرفورډ ۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دکن ګلیډیټرز له لوري عمران طاهر ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه علي خان ته ورکړل شوه.