Home » سیمه او نړی » ټرمپ:جوبایډن رانه مخکې کېدلی نه شي
رویداد خبري آژانس

ټرمپ:جوبایډن رانه مخکې کېدلی نه شي

ډونالډټرمپ وايي جوبايډن رانه مخکې کېدلی نه شي.

د تازه شمیرو له مخې دیموکرات نوماند جوبايډن د بریا لپاره ۴۲ کالیجي رایو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې ټرمپ باید ۵۷ دا ډول رایې وګټي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په ننۍ وینا کې ځان بریالی ياد کړی او ویلي یې دي که پاتې رایې هم وشمیرل شی جوبایډن تر مخکې کیدلی نه شي.

ټرمپ ویلي دیموکراتانو په ټاکنو کې درغلۍ کړي او په اړه به یې سترې محکمې ته شکایت وکړي.

امریکایي شنونکي بيا وایي د قانون له مخې ولسمشر د قانوني رایو شمیرلو په اړه هېڅ شکایت نه شي ثبتولی.

د امریکا د پنځو برخلیک ټاکونکو ایالتونو له ډلې په پن سیلوانیا کې لا یو میلیون رایې نه دي شمیرل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...