Home » افغانستان » وکیلان: په پلان شوي توګه د ملي تاسیساتو د تخریب لپاره کار روان دی
رویداد خبري آژانس

وکیلان: په پلان شوي توګه د ملي تاسیساتو د تخریب لپاره کار روان دی

په ولسي جرګې یوشمېر وکیلان وایي په هېواد کې د جګړو له شدت سره هممهاله د ملي شتمنیو او سترو پروژو د تخریب هڅې روانې دي.

دافغانستان د ولسي جرګې غړي وایي په دې وروستیو کې په منظمه او سیستماتیکه توګه په هېواد کې د ملي شتمنیو او هغو تاسیساتو د ورانولو لپاره کار کېږي چې په عامو افغانانو پورې اړه لري او ددې هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وایي، بهرنۍ استخباراتي کړۍ له وسله والو په ملاتړ هڅه کوي په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړي او تر څنګ یې هغه تاسیسات او عامه پروژې تخریب کړي چې د زرګونه افغانانو ژوند ورپورې تړلی دی.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د سړکونو ویجاړول، د برېښنا بندونو ته خطرونه جوړول، ښوونځي په بمونو الوځول او د برېښنا پر سب سټيشنونو بریدونه کول د هغه شوم پلان برخې دي چې د افغانستان د پرمختګ دښمنانو طرحه کړي دي.

نوموړی پر دې ورانکاره فعالیتونو د نړیوالې ټولنې چوپتیا هم غندي او په خبره یې افغان حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه ددغه ډول خطرناکو پلانونو د عملي کېدو مخنیوی وکړي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...