Home » افغانستان » ولسې جرګې د کابل ښاروال څارنوالۍ ته یې ورمعرفي کړ
رویداد خبري آژانس

ولسې جرګې د کابل ښاروال څارنوالۍ ته یې ورمعرفي کړ

ولسي جرګې د کابل ښاروال داود سلطانزوی یې څارنوالۍ ته ورمعرفي او لاسلیک یې بې اعتباره اعلان کړی.

ولسي جرګې لویې څارنوالۍ ته د کابل د ښاروال د معرفي کولو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو نن چهارشنبه دسمبر ۳۰ ( مرغومي۱۰) په نننۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې د کابل ښاروال داوود سلطانزوی باید څارنوالۍ ته ورمعرفي کړل شي او تر څنګ یې د هغه لاسلیک هم بې اعتباره اعلان کړی دی.

د وکیلانو په خبره نوموړي په کابل ښاروالۍ کې غیر قانوني ګومارنې کړې دي، له صلاحیتونو یې ناوړه ګټه پورته کړې ده او د ولسي جرګې له پرله پسې غوښتنو سره استجوابیه غونډې ته هم نه دی حاضر شوی.

تر دې وړاندې هم په رسنیو کې د کابل ښاروال په ادرس ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي او د هغه په امر له غیر قانوني ګومارنو یادونه شوې ده.

د کابل ښاروال د ولسي جرګې د تازه پرېکړې په اړه تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...