Home » افغانستان » ولسمشر: له امریکا سره شوي ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به پر خپل ځای پاتې وي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر: له امریکا سره شوي ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به پر خپل ځای پاتې وي

ولسمشرغني  وایي چې له امریکا سره شوې ستراتیژیک او امنیتي تړونونه به خپل ځای پاتې وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیزلایا سره په خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وویل، چې دوی دوه کاله مخکې هم د ورته تصمیم په انتظار و، دوی له ولسمشر بایډن او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي، او دوه اړخیز قراردادونه په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي او د ستراتېژیکو اړیکو قرارداد پر ځای وي.

اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر د امریکا ځواکونو د وتلو پایلې باید وسنجول شي، ګاونډي هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید په خپلو پرېکړو کې دقیق وي.

هغه زیاته کړه:” موږ له امریکا سره د اړیکو نوي فصل ته داخل شوي یوو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د دغه هیواد مرستې دوام ومومي او د هغو پر میکانیزمونو به خبرې وکړو”.

افغان ولسمشر د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیزلایا سره په خبرو کې زیاته کړه: موږ غواړو بې طرفه هیواد واوسو او په داسې حال کې د سولې هرکلی کوو چې طالبانو د سولې لپاره لاسته راغلی فرصت رد کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...