Home » سپورټ » ولسمشر: راشد خان د نوي افغانستان استازی دی
رویداد خبري آژانس

ولسمشر: راشد خان د نوي افغانستان استازی دی

جمهور رییس غني هم افغان ورو توپ اچونکي راشد خان ارمان ته د اى سي سي له لوري د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ګټلو مبارکي ورکړې ده.

پر ښاغلي غني سربېره د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو هم راشد خان ته له دې کبله مبارکي‌ ویلې.ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغې جایزې ګټل د خپل هېواد لپاره یو ویاړ ګڼلی.

رویداد خبري آژانس

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې جمهور رییس غني وويل:”په ډېر وياړ خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړى او د نړۍ په کچه د کرکټ منل شوى ستورى راشد خان د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د لسيزې غوره لوبغاړى ټاکل شوى دى.”

جمهور غني زياته کړې:” راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.”

په خبرپاڼه کې راغلي:” دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.”

نوموړي دغه راز زیاته کړې:” زه باور لرم چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې همداسې په مسوولیت مخ ته ځي او په خپلو لاس ته راوړنو او اتلولیو به د خپل ملت سترګې روښانوي.”

په پاى کې ليکي:” د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب راشد خان ته ددې ستر ویاړ مبارکي وایم او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته کوم. تر څنګ يې یو ځل بیا ژمنه کوم چې ځوانان به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې سترې سرمایې په توګه زموږ په لومړیتوبونو کې ځای ولري.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...