Home » افغانستان » ولسمشرۍ ماڼۍ: د طالبانو څو سوه نور بندیان هم خوشې کېږي
رویداد خبري آژانس
رویداد خبري آژانس

ولسمشرۍ ماڼۍ: د طالبانو څو سوه نور بندیان هم خوشې کېږي

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په نن سبا کې به د طالبانو څو سوه نور بندیان هم د حکومت له زندانونو څخه خوشې شي.

د قطر د موافقې له مخې د بین‌الافغاني خبرو له پیل مخکې افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام یوې رسنۍ  ته وویل چې د یکشنبې په ورځ به سلګونه نور طالب بندیان هم خوشې شي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: “د یکشنبې په ورځ به څو سوه نور طالب بندیان خوشې شي. دا اقدامات د دې لپاره کېږي چې د طالبانو او امریکا د سولې له موافقې وروسته طالبان مستقیمو خبرو ته چمتو شي.”

ښاغلي صدیقي د هغو بندیانو شمېر ونه‌ښود چې د حکومت له زندانونو خوشې کېږي، خو هیله‌یې څرګنده کړه چې طالبان به له دې اقدام وروسته، د سولې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم افغان حکومت تر اوسه نږدې څلور زره طالب بندیان او طالبانو د حکومت له ۵۰۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...