Home » افغانستان » ولسمشرغني: پر وطنپالو او خدمتګارو شخصیتونو برید بشري ضد جنایت دی
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني: پر وطنپالو او خدمتګارو شخصیتونو برید بشري ضد جنایت دی

ولسمشر محمد اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند ضیاء ودان نننۍ چاودنه غندلې ده.

ولسمشر غني ویلي چې پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله ویل شوي: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.

  خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني امنیتي او کشفي ارګانونو ته د دغه چاودنې د عاملینو د پیدا کولو او په سزا رسولو سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیاء ودان نن سهار د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه چاودنه کې خپل ژوند لاسه ورکړ. او همدارنګه په دغه چاودنه کې د ودان تر څنګ د نوموړي یوه همکار او موټر چلوونکی هم وژل شوي دي.

طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...