Home » سپورټ » ولسمشرغني: د نجیب تره کي مړینه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني: د نجیب تره کي مړینه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده

ولسمشر غني: د نجيب ترکې مړينه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده.

وروسته له هغې چې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې اوپنر توپوهونکې نجيب الله ترکي څو ورځې وړاندې د ټکر له امله سخت ژوبل سو ، تېره شپه يې د ۲۹ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د نجیب مړينه د کريکټرانو ترڅنګ عامو افغانانو هم د کريکټ لپاره يوه ستره ضايع وبلله.

د هيواد جمهور رئيس محمد اشرف غني د نجيب ترکي د مړينې په اړه خواشني څرګنده کړې او ليکي:

((بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب الله تره کي د وفات په مناسبت د جمهور رئیس د غمشریکۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نجیب الله تره کی چې په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي شوی و، وفات شو.

انا لله و انا الیه راجعون

نجیب الله تره کي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړل او په نړیوالو ډګرونو کې یې ملي بیرغ ورپاوه. مړینه یې د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د ارواښاد نجیب الله تره کي کورنۍ، د افغانستان کرکټ بورډ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو او د کرکټ ټولو مینه والو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس))

نجيب الله ترکی په ۱۹۹۱ز کې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې زېږېدلی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...