Home » اقتصادی » ولسمشرغني د افغان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې سپارښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني د افغان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې سپارښتنه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې سپارښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس په اړه له اړوندو اداراتو سره جلسه لرله.

په دې جلسه کې پرېکړه شوې چې اړوندې ادارې دې ژر تر ژره د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره څلور کمپلکسونه جوړ کړي او تر څنګ یې دې د محصولاتو لپاره نړیوال بازاراونه پیدا کړل شي.

ولسمشر ویلي چې دمګړی د افغان محصولاتو بازارونه چین، هند، سعودي عربستان او ځینې اروپايي هېوادونه دي چې دا لړۍ باید نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...