افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې له امله یې تر ډېره ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
ولسمشرغني زیاته کړې، خلک ځکه زیانمن شوي دي چې طالبانو جګړه کلیو ته لېږدولې ده.
ولسمشر غني نن پنجشنبه د اکټوبر ۸ (تلې ۱۷) د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډې ته خبرو کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې د کلیو امنیت ساتلو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، امنیتي ځواکونه باید د خلکو ژوند ته په پام د لویو لارو امنیت هم خوندي کړي څو خلک وکولی شي په اسانۍ تګ راتګ وکړي.
نوموړي دغه راز امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې پر غیر مسووله وسلهوالو، غاصبینو او زورواکو دې هیڅ رحم نه کوي.