ولسمشرغني وایي، سوله په وژلو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي.
هغه یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرې دې په کندهار ولایت کې ترسره کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې پرون د دیسمبر ۱۷ ( لېنډۍ ۲۸) کندهار ولایت ته یې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر کړی وو د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره له کتنې وروسته یې په ۲۰۵ اتل قل اردو کې ولسي خلکو ته وینا وکړه.
ولسمشر وایي، سوله اخلاقي جرات غواړي او ده د پنځه زره طالب بندیانو په خلاصون سره دغه کار ترسره کړی دی، خو وایي نور بندیان د ژمنو له عملي کېدو پرته نه خوشي کوي.
نوموړی وایي، سولې ته ژمن دی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې پرځای دې سیاست ته داخل شي.
ده د خپلو خبرو پر دوام وویل، سوله په وژلو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې نور دې اوربند ته غاړه کېږدي.
ولسمشر غني د کندهار دعمومي وضعیت له ارزولو وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شوی دی.