د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبې د اکټوبر۶ (تلې۱۵) په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت اوربند او سولې ته ژمن دی او طالبان دې هم له اوربند ډار نه لري بلکې له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.
ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د افغانستان سوله سیمه ییزه اجماع لري او نړیوال له افغان حکومت سره ولاړ دي چې طالبان باید دا حقیقت درک کړي.
نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی او په خبره یې د ولس غوښتنې ته دې درناوی وکړي، اوربند دې وکړي او له اوربند دې وېره نه لري.
افغان ولسمشر د طالبانو او امریکا هوکړې ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت په دغه هوکړه کې نه دی شامل او طالبان باید دا مسئله درک کړي چې دوی له افغانانو سره خبرې کوي او د دوحې هوکړه د طالبانو او امریکا هوکړه ده چې افغان حکومت یې په موادو کې دخیل نه دی.