Home » افغانستان » وحید عمر: د طالب بندیانو له خوشي کولو ترخه تجربه لرو

وحید عمر: د طالب بندیانو له خوشي کولو ترخه تجربه لرو

د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰( سلواغه۱) رسنیو ته ویلي افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري.

د نوموړي په خبره افغان حکومت د سولې او ثبات د راتګ په نیت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو دې مسئلې نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې لا یې اوږدې کړې.

وحید عمر ویلي طالبان دا ځل د بندیانو د خوشي کولو لپاره هېڅ راز دلیل او توجیه نه لري ځکه دغه ډلې یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ویل کېږي طالبانو یې له امریکا د بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

سرچینو ویلي چې طالبان له امریکا سره د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوښې پرته د بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...