Home » اقتصادی » هېواد کې تېر کال نږدې ۳۰۰ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي
رویداد خبري آژانس

هېواد کې تېر کال نږدې ۳۰۰ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي

د افغانستان دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په تېر کال ۲۹۹ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي دي.

د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې اوس مهال څه باندې ۳۲۰ جریبه ځمکه کې دغه توت کرل شوي دي.

د کرنې وزارت وايي چې په هرات، کندز، بلخ، فاریاب، میدان وردک، دایکنډي، کابل، پروان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دا میوه تر ټولو ډېره کرل شوې ده. د دغه توت کرکیلې ته علاقمندي د دې میوې موجود بازار ته په کتو د پراخېدو په حال کې ده.

 د کرنې وزارت وایي، د افغانستان اقلیم د دې میوې کرکیلې ته مساعد دی او له څو کلونو راهیسې خلکو ورته مخه کړې ده.

د دغه وزارت په وینا هر کیلو توت په بازار کې په شااوخوا دوه سوه افغانیو پلورل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...