Home » سیمه او نړی » هند کې په یوه ورځ ۴۰زره کسان په کووېډ-۱۹ اخته شوي
رویداد خبري آژانس

هند کې په یوه ورځ ۴۰زره کسان په کووېډ-۱۹ اخته شوي

په هند کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپرېږي او دغه کار اندېښنې پیدا کړي. په ټول هند کې د جمعې په ورځ د کرونا ویروس تقریبآ ۴۰زره نوې قضیې ثبت شوي.

د دې هیواد د ټولو نه په بډایه ایالت مهاراشترا کې پرون جمعې په ورځ ( کب۲۹) د کرونا ویروس ۲۵۸۳۳ تازه قضیې ثبت شوې.

یوازې ۲۸۷۷ نوې قضیې د هند په سوداګریز مرکز مومبای کې ثبت شوي.

هند د امریکا او برازیل نه وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې د کرونا د ویروس ډیرې قضیې پکې ثبت شوي، خو پدې تېرو څو اوونیو کې په هند کې د دې ویروس خپرېدل دومره ډیر شوي چې چارواکي مجبور شوي یو لړ جدي محدودیتونه او بندیزونه ولګوي.

د ټولو نه ډیر ځپل شوي ایالتونه مهاراشترا، ګجرات او مادهیا پرادیش دي. پدې درې واړو ایالتونو په یو شمیر ښارونو کې د خلکو په ټولیدو او ګرځیدو محدودیتونه وضع شوي.

د دې ایالتونو مسؤلینو ویلي چې په بشپړه توګه د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو به بندیزونه ونه لګول شي خو صدراعظم نریندرا مودي بیا د سیمه ایزو حکومتونو د چارواکو نه غوښتي چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره دې هلې ځلې ډیرې کړي او معاینات دې هم څو چنده زیات کړي.

ښاغلي مودي په یوې آنلاین غونډې کې وویل چې د کرونا وبا د دویمې څپې د مخنیوي لپاره باید چټک اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه، ” پدې تیرو څو اوونیو کې په یو شمیر سیمو کې ۱۵۰ په سلو کې د کرونا د ویروس قضیې ډیرې شوي او که یې مخه ونه نیسو، ښایي په ټول هیواد کې خپور شي. “

په هند کې تر اوسه شاوخوا ۴۰ میلیون کسانو ته د کرونا ضد واکسینشوی. مسؤلین هیله لري چې د همدې کال جولای د میاشتې به ۳ سوه میلیون کسانو ته دا واکسین ورکړل شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. دې ویروس په هند کې شاوخوا ۱۱.۵ میلیون کسان نیولي او ۱۶۰ زره یې مړه کړي.

کرونا په ټولې نړۍ کې ۱۲۱۷۴۷۶۳۰ کسان نیولي او ۲۶۹۲۳۱۳ یې مړه کړیدي.

دې ویروس د ټولو نه ډیر کسان د امریکا په متحدو ایالاتو کې نیولي او وژلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...