Home » سپورټ » هند د افغانستان پرځای راتلونکې مارچ کې د انګلستانۍ لوبډلې کوربه وي
رویداد خبري آژانس

هند د افغانستان پرځای راتلونکې مارچ کې د انګلستانۍ لوبډلې کوربه وي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ کال مارچ مياشت کې له افغانستان سره ۳ پنځوس اوریزه لوبې وکړي، خو اوس به مارچ کې د انګلستانۍ لوبډلې کوربه وي.

هند او انګلستان به د فيبرورۍ له ۵مې د مارچ تر ۲۸مې ۴ ټيسټ، ۵ شل اوريزه او ۳ پنځوس اوريزه لوبې هند کې وکړي.

ورپسې به د یاد هېواد کورنۍ تجارتي لوبې ( IPL ) پيل کړي او بيا به انګلستان کې هم سيالۍ وکړي چې نېټې يې هم اعلان شوي.

د ۲۰۱۸ کال FTP پروګرام له مخې هند بايد مارچ کې له افغانستان سره لوبې کړى واى چې موخه يۍ ۲۰۲۳ کال نړېوال جام ته غوراوى دى.

د افغانستان کرکټ بورد د یادې مسله په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

خو معلومه نده چې دغه سيالۍ به کله ترسره شي ځکه افغان کرکټ بورډ پداسې حال کې چې ۲۰۲۱ بوخت کال ته ۱۵ ورځې پاتې دي تراوسه خپل د راتلونکي کال هېڅ قسم مهالويش نه دى اعلان کړى.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...