Home » افغانستان » هلمند کې ۱۳طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

هلمند کې ۱۳طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې ۱۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ ددغه ولایت ناوه ولسوالۍ په ژړ سیمه کې د طالب وسله والو دیوه قومندان ملارفیع الله په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژلي او ۳ نور ېې ټپیان کړي دي.

ملي دفاع وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د يادو بريدونو په ترڅ کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

خبرپاڼې زیاتې کړې:” د ناوې ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو عمليات ادامه لري، د لارو د بشپړ خلاصون او د پوستو د جوړېدو په چارو کې پرمختګ شوی دی.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...