Home » افغانستان » هرات کې د ماین چاودنې له امله اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

هرات کې د ماین چاودنې له امله اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هرات ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د ماین د چاودنې له کبله  درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي دا چاودنه د یوه چسپکي ماین له کبله چې په یوه مسافر وړونکي فلانکوچ ډوله موټر کې ایښودل شوی وو، رامنځ ته شوې ده. هغه وویل پيښه د هرات په حاجي عباس سیمه کې شوېډه.

که څه هم ښاغلی ولي زاده په پیښه کې د وژل شوي کسانو شمیر دوه او د ټپیانو شمیر شپږ تنه ښيي ، خو د هرات روغتیایي مسؤلین وايي چې د پيښې له سیمې د هرات حوزوي روغتون ته درې مړي او څلور ټپیان وړل شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ویاند محمد رفیق شیرزي پرون ماښام یوې رسنۍ ته وویل چې د دریو کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

تر اوسه دا روښانه نده چې ماین د چالخوا په مسافر وړونکي موټر کې ایښودل شوی وو، خو افغان چارواکي تل په دې ډول پيښو کې د دولت د مخالفو وسله والو په ځانګړي ډول د طالبانو لاس ښکیل بولي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې یوازې څو ساعته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت څلور ورځني اوربند ته پاتې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...