Home » افغانستان » نیویارک ټایمز: امریکا په کندهار کې د خپلې اډې نړول پیل کړي
رویداد خبري آژانس

نیویارک ټایمز: امریکا په کندهار کې د خپلې اډې نړول پیل کړي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو اډو نړولو بهیر پیل کړی دی.

راپور کې راغلي، امریکایي ځواکونو د کندهار هوایي ډګر په نامه د خپلې یوې پراخې پوځي اډې ورانول پیل کړي دي.

راپور کاږي، په کندهار کې د امریکایي ځواکونو د دې سترې اډې ځینې برخې ان په ۲۰۱۳ کال کې لا ویجاړې شوې او له دې داسې ښکاري چې امریکا هغه وخت لا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پاتې کېدو لپاره اوږدمهالی پلان نه لاره.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې ډېری اډې تر دې وړاندې افغان ځواکونو ته سپارلې دي خو د دوحې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته یې د ویجاړولو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی و چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو شاوخوا ۴۰۰ پوځي اډو ویجاړولو په حال کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...