Home » سیمه او نړی » نیوزویک:کرونا وېروس تر جګړو ډېر امریکایان وژلي دي
رویداد خبري آژانس

نیوزویک:کرونا وېروس تر جګړو ډېر امریکایان وژلي دي

نیوزویک وایي چې کرونا وېروس د افغانستان، عراق، ویتنام او نړیوالې جګړې په پرتله ډېر امریکایي وګړي وژلي دي.

راپور کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ راغلي، د امریکا په ټولو جګړو کې ۱۵۵ زره او ۷۲ سرتېري وژل شوي دي خو کرونا وبا په هره اوونۍ کې ۷ زره او ۴۳ امریکایان د مرګ کندې ته ټېل وهلي دي.

د جان هاپکینز پوهنتون د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه لکه او ۵۶۰۰ ته رسېدلی دی.

راپور کاږي دې شمېر ته په کتو کرونا وبا د ټولو جګړو په پرتله ډېر امریکایان وژلي دي او لا هم ورته کوم ډاډمن واکسین نه دی تولید شوی چې دې چارې د امریکایي وګړو په ګډون ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...