Home » اقتصادی » نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو د ورکړې بهیر ځنډولی
رویداد خبري آژانس

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو د ورکړې بهیر ځنډولی

نړیوال بانک اعلان کړی دی چې افغانستان ته یې د ۲۰۰ میلیون ډالرو د ورکړې بهیر ځنډولی دی.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کرالي ولسمشرغني ته په لېږلي لیک کې ویلي، د افغانستان بانک ورته د پیسو د مصروفولو په اړه معلومات نه دي ورکړې له دې امله یې د ۱۸۰ میلیونه ډالرو د ورکړې بهیر ځنډولی دی.


نړیوال بانک په دې لیک کې له افغان ولسمشر ته د افغانستان بانک له لورې د څو ناځوابه پوښتنو په تړاو وضاحت غوښتی او له نوموړي یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې خپله مداخله وکړي.


دغه راز یاد بانک د ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه د ۲۰میلیونه نورو نه ورکولو لامل هم د عامه او خصوصي مشارکت قانون کې تعدیل ښودلی چې ددې پر بنسټ د عامه مشارکت او خصوصي پروژو اداره له مالیي وزارته اخیستل کیږي او د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې ته سپارل کیږي.


د نړیوال بانک له افغانستان سره ژمنه دا وه چې سږ کال به ۶۰۰ ملیونه ډالره مرسته کوي او تر اوسه یې یوازې ۴۰۰ ملیونه افغانستان حکومت ته سپارلي دي خو وايي، د افغانستان بانک د پانګې په اړه د معلوماتو نه ورکولو په دلیل دا مرستې ودرولې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...