د نورستان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې روغتیايي کارکوونکو د تنخواه ځنډ، د روغتیايي توکو او اسانتیاوو نشتون له امله کاري اعتصاب کړی دی.
د دغه ولایت په مرکز کې هم ډاکترانو ویلي دي، که د دوی ستونزه ژر حل نه شي، کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د نورستان والي عبدالغغور ملکزي یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل، یوه قراردادي شرکت د روغتیايي کارکوونکو د ۶ میاشتو تنخا نه ده ورکړې او دغه ولایت ته یې دارو درمل هم نه دي رسولي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د ژمي موسم رانږدې شوی او روغتونونو ته سونتوکي هم نه دي رسېدلي.
ښاغلی ملکزی وايي، دغه ستونزه یې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم شریکه کړې خو تر اوسه حل شوې نه ده.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي د دغه خبر له منلو سره وایي چې له قراردادي شرکت سره یې خبرې کړې دي او لس ورځې وخت یې ورکړی چې د روغتیايي کارکوونکو تنخا ورکړي او روغتیايي امکانات هم برابر کړي.
دوی وايي دغه قراردادي شرکت ته یې خبرادری ورکړی چې که په وخت یې ستونزه حل نه کړه، قرارداد یې لغوه کوي.