د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یوه سرسخته او تکړه برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي.
دا لوبه نن پنجشنبه ماښام ۷ بجې ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې.
هوتک او لیونارډو پرون یوځای خپل وزنونه معلوم کړل او د خلکو مخ ته راڅرګند شول.
احمدولي هوتک څه موده وړاندې ویلي وه، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.
خو په ځواب کې یې بیا سیال ویلي، چې هوتک د دده په وړاندې یو ماشوم لوبغاړی دی.
هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.
هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.