نن د اکټوبر اوومه پر افغانستان د امریکایانو د برید ۱۹مه کلیزه ده.
له دې سره په افغانستان کې د امریکا جګړه شلم کال ته د ننه شوه.
امریکایانو پوره ۱۹ کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه نېټه پر افغانستان په دې نامه برید وکړ چې ګواکي دلته د ترهګرو مرکزونه دي او نړیوال امنیت ته له دې ځایه خطر متوجه دی.
امریکا پر افغان جګړه هر کال تر پنځوسو میلیاردو ډالر لګولي دي او د ملګرو ملتونو د شمېرنې له مخې په لسو کلونو کې یعنې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۹ز کال پورې په افغانستان کې په امریکايي جګړو کې سل زره عامو افغانان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سره له دې چې اوس امریکا له سوله ییزو لارو د افغان جګړې پای ته رسولو ته ځان ژمن ښيي خو بیا هم په روان میلادي کال کې په شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې تمه ده چې افغان جګړه د مذاکراتو له لارې ختمه کړل شي خو په دې برخه کې وروستیو خنډونو او زیاتېدونکې جګړې افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې دي او ددوی ناهیلي یې ډېره کړې ده.