د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، ملي امنيت ځواکونو په یاد ولایت کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب او نور توکي نيولي.
چارواکي وايي، چې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب يو کس سره يو ځای نيولي دي.
ياد توکي نن سې شنبې د ډسمبر۱ (ليندۍ ۱۱) ملي امنيت رياست کې رسنيو ته وښودل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي رسنیو ته ويلي، چې ياد شراب په پنځوس ديرش لېتره بوشکو کې ځای پر ځای شوي د جلال اباد ښار اوومې ناحيې رينګ روډ سيمه کې په بې پلېټه ټيلر موټر کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي.

نوموړي ویلي همدا راز د ملي امنيت ځواکونو د قريشي په نامه نهه زره بوتله شربت، چې له محصول پرته لېږدول کېدل د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ياد ټيلر موټر کې ترلاسه شوي دي.
هغه زياتوي، چې ۱۸۵۰ بېلابېل ډوله لويې او وړې د مرمرو تختې چې محصول شوې نه وې هم په ياد موټر کې ترلاسه شوي دي.
د خوګياڼي په خبره د يادو توکو په تور د نشان محمد په نوم يو کس، چې د پاکستان هېواد اوسيدونکی دی نيول شوی دی.

د والي وياند دغه راز ویلي، چې د ملي امنيت ځواکونو د روانې اوونۍ په اوږدو کې یو طالب او يو انسان تښتوونکی د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيولي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.