د ننګرهار ولایت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د ملي امنیت ځانګړې قطعې په دوه جلا عملیاتو کې د داعش ډلې څلور غړي نیولي دي
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان وایي، د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ اړوند لسمې ويالې سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې درې غړي نیولي دي.
د معلوماتو له مخې نيول شوی کس په ننګرهار هوايي ډګر راکټي بريدونو او پر ننګرهار محبس بريد کې لاس درلود.

فريد خان زياتوي چې د عملياتو پر مهال چاته زيان نه دی اوښتی.
بل لوري ته د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي:”په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې د چاودیدونکو توکو د لیږد او دې شبکې ته د مطبوعاتي فعالیت په تور یو تن نیول شوى دى.”
فريد خان زياته کړې:”د ننګرهار ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په همت اباد سیمه کې د عملیاتو پر مهال سمسور مشهور په سباوون چې د داعش ډلې لپاره د چاودیدونکو توکو په لیږد او مطبوعاتي فعالیتونو تورن دی، ژوندی نیولی دی.”
نوموړي لیکلي، د یادو عملیاتو پر مهال له نوموړي سره یو میل تفنګچه، درې د کلاشینکوف شاژرونه، یو د کلاشینکوف ټاپ او دوه ډیجیټل کمرې هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي د سباوون پلار حاجي سرتاج او د ګل کریم په نوم کس شکمن نیول شوي دي .
د امنيې قومندانۍ وياند په خبره، د ګل کریم له کوره څخه لس منه افیم هم تر لاسه شوي چې د امنیتي ځواکونو له لورې په سیمه کې سوځول شوي دي.