د افغانستان دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي له دويم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړپروژې(SNaPP2) له خوا دننکرهار ولايت په ۱۰ ولسواليو کې پر ۲۶۶ بزکرانو چې کرنيز تړونونه يې ترسره کړي و کرنيزې توکي ووېشل شول.
د کرنې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران د وريجو ميل، د دانې د توليد ميل، د ممپليو د پروسس کارخونې او دګړو جوړولو ګاڼيو سره کرنيز تړونونه ترسره او د ترویج کارکوونکو د لارښوونو او مشورو په پلي کولو سره يې ښه حاصلات ترلاسه کړي و.