د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون چارواکي وايي، تېرې يوې مياشتې راپه دېخوا د دغه ولايت په سيمه ييز روغتون کې د کرونا ويروس ۱۰۵۴ پيښې ټېست شوي دي، چې له امله یې ۴۷۰ مثبتې او ۵۸۱ منفي دي.
د ننګرهار عامي روغتيا رياست وياند ظاهر عادل رويداد خبري آژانس ته وويل ” په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۴۳ پيښې ثبت شوي چې ۲۲ يې مثبت او ۲۱ منفي دي.”
د عامي روغتيا د وياند مرستیال نورالله تره کي په افغانستان کې د کرونا ويروس د دوهمې څپې په اړه رويداد خبري آژانس ته وويل” په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ټولو دولتي او غير دولتي لابراتوارونو ۱۴۹۵ شکمنې پيښې ثبت شوي چې له جملې څخه يې ۲۶۰ تنه مثبتې شوي چې لس کسانو له دغې ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکړى ۲۹۷ تنه بيرته رغيدلي.”
چې په دې سره په افغانستان کې د مثبتو پيښو مجموعي شمير ۴۷۹۰۷ ته د يادې ناروغۍ څخه د مړيني شمير ۱۸۷۵ او د بيرته رغيدليو شمير ۳۷۷۸۲ ته رسيږي ”
تره کى زياته کړه چې د افغانستان په ټولو دولتي او غير دولتي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس راخيستل شوي ټيستونه ۱۵۸۸۱۱ دي.
په افغانستان کې د کرونا ويروس د اولې څپې له رارسيدو او ان له دوهمې څپې پورې هم د افغانستان خلګ ياده ناروغي جدي نه نيسي.