افغان حکومت وايي چې په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ وځنډېده.
د عامې روغتیا وزارت د واکسین برخې مشر میراجان راسخ رسنیو ته ویلي، په ننګرهار ولایت کې د واکسین پروګرام تر نامعلومې مودې ځنډېدلی، خو په خبره یې چې دا لړۍ به په نورو ولایتونو کې روانه وي.
راسخ زیاته کړې، په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین د بیا تطبیق لپاره به له سره پرېکړه کېږي، چې کله به دا لړۍ پیل شي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې پرون په جلال آباد کې درې واکسیناتورې ووژل شوې.
د دغې پیښې په تړاو ولسي جرګې د امنیت له کمېټې غوښتي، چې د وژل کېدو پلټنه یې وشي.
د پولیو ضد واکسینو لړۍ د دوشنبې پر ورځ په ټول هېواد کې پیل شوه، چې تر جمعې پورې به ادامه لري.
د «پولیو ضد کمپاین» په نامه دا پروګرام د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ پیل شوی، چې له ۵ کلنۍ پر کم عمر لرونکو ماشومانو به تطبیق شي.
اټکل کېږي چې د دغه کمپاین په جریان کې به په ټول هېواد کې تر ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.