د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د المونيم جوړولو درې فابريکې فعاليت کوي.
د فابریکو مسولین وايي چې هره ورځ په اوسط ډول درې زره کيلو ګرامه لوښي توليدوي او بازار ته یې په وړ بيه د پلور په موخه وړاندې کوي.
د يادو فابريکو څښتنان زیاتوي، چې په دې کارخونو کې ۱۷۰ کسان په کار بوخت دي، دوي وايي درې واړه فاربریکې هره ورځ د اته زره کيلو ګرامه المونيمي لوښو د توليد ظرفيت لري، خو امکاناتو او بازار ته په کتلو لږ توليد کوي.
د فابریکو مسولین همدا راز وویل دغه فابريکې د برېښنا، ځمکې او خامو موادو ستونزو سره مخ دي، چې د زمينې په برابريدو سره به يې توليدات لا زيات او ښه شي.